ads

عبدالله: ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن يو

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس ټينګار كوي، چې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن دي او په دې برخه كې به په جديت كار وكړي. د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس ټينګار كوي، چې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن دي او […]

نویسنده: TKG
17 کب 1394
عبدالله: ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن يو

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس ټينګار كوي، چې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن دي او په دې برخه كې به په جديت كار وكړي.

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس ټينګار كوي، چې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو ته ژمن دي او په دې برخه كې به په جديت كار وكړي.

عبدالله عبدالله نن په كابل كې د وزيرانو شورا غونډه كې وويل، په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو له رامنځته كولو وروسته، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې به هم په ښه ډول ترسره شي.

نوموړى په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كول د ملي يووالي حكومت مهم هدف بولي او په وينا يې، په دې كار سره به پر ټاكنيزې پروسې د خلكو باور زيات شي.

دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو تقنيني فرمان لاسليک کړ.

ټاكل شوې ده، چې دا فرمان په راتلونكو درېيو اونيو كې د تصويب په هدف ولسي جرګې ته واستول شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA