وروسته له هغې، چې د هند د ستر سوداګريز ښار کلکتې پر هوايي ډګر د احتمالي ترهګريز بريد اطلاع ترلاسه شوه، هندي چارواکو د ياد هوايي ډګر امنيت ته اضافي سرتېري ګومارلي دي.
وروسته له هغې، چې د هند د ستر سوداګريز ښار کلکتې پر هوايي ډګر د احتمالي ترهګريز بريد اطلاع ترلاسه شوه، هندي چارواکو د ياد هوايي ډګر امنيت ته اضافي سرتېري ګومارلي دي.
هندي رسنۍ وايي، د کلکتې نړيوال هوايي ډګر کار کوونکو يو برېښناليك ترلاسه کړى، چې په کې په ۲۴ ساعتونو کې په دغه هوايي ډګر کې د چاودنو ګواښ شوى دى.
هندي چارواكو ويلي، دغه برېښناليک له جرمني څخه استول شوى او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بايد ياده شي، چې تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې د کلکتې هوايي ډګر کې يوه مور او زوى له چاودېدونکو توکو سره نيول شوي وو، چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


