جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې هېوادوال يې ووژني. نوموړي يو ځل بيا اوسنۍ جګړه پر افغانانو تپل شوې وبلله. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې هېوادوال يې ووژني.
نوموړي يو ځل بيا اوسنۍ جګړه پر افغانانو تپل شوې وبلله.
جمهور رئيس دغه څرګندونې نن په کابل کې له پوځي اکاډمۍ څخه د اتمې دورې د افسرانو د فراغت غونډه کې وکړې.
هغه وويل، هېڅ دليل نه شته، چې وسله وال طالبان دې زموږ بې ګناه خلک ووژني، جوماتونه مو له منځه يوسي، ښوونځي مو راته وسوځوي.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې که افغانان ياست له ترهګريزو ډلو څخه جلا او د سولې له بهير سره يو ځاى شئ.
نوموړي په ورته وخت کې وويل، چې که وسله وال طالبان د سولې بهير ته نه وي چمتو، پر خپلو امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې هر ډول حالت ته بشپړ چمتووالى ولري.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په ورته مهال په امنيتي ادارو کې سياسي مداخلې د نه منلو وړ وبللې او څرګنده يې کړه، هېچا ته به اجازه ور نکړي، چې د وسله وال پوځ په ليکو کې بې ځايه مداخله وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې تکرار کړې، چې پرون يې هم د ملي شورا شپږم امتيازي کال پرانيست غونډه کې وويل، چې پاکستان په افغانستان کې نيابتي جګړه پيل کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


