ads

ډنمارکي حکومت د داعش ضد نورو عملياتو سپارښتنه کړې

ډنمارکي حکومت له داعش سره د مقابلې لپاره د هوايي بريدونو ترڅنګ د نورو عملياتو سپارښتنه کړې ده. د ډنمارک د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې نوې طرحې له مخې به څلور سوه نور پلي ځواکونه په سوريې او عراق کې له داعش سره د مقابلې […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
ډنمارکي حکومت د داعش ضد نورو عملياتو سپارښتنه کړې

ډنمارکي حکومت له داعش سره د مقابلې لپاره د هوايي بريدونو ترڅنګ د نورو عملياتو سپارښتنه کړې ده. د ډنمارک د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې نوې طرحې له مخې به څلور سوه نور پلي ځواکونه په سوريې او عراق کې له داعش سره د مقابلې لپاره چمتو کړاى شي.

ډنمارکي حکومت له داعش سره د مقابلې لپاره د هوايي بريدونو ترڅنګ د نورو عملياتو سپارښتنه کړې ده.

د ډنمارک د لومړي وزير له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې نوې طرحې له مخې به څلور سوه نور پلي ځواکونه په سوريې او عراق کې له داعش سره د مقابلې لپاره چمتو کړاى شي.

دغه اعلان د ډنمارک د مرکزي سياسي ډلو کمېټې تر ناستې وروسته شوى، چې د يادې کمېټې ګډون کوونکو يې ملاتړ کړى.

د ډنمارک د قانون له مخې، ياده طرحه به له پارلمان څخه هم رايه اخلي او وروسته به عملي بڼه غوره کوي.

په رپوټ کې ويل شوي، چې په دغو څلور سوه ځواکونو کې به پيلوټان، ځمکني ځواکونه او مرستندويه ډلې شاملې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډنمارک په ۲۰۱۴ کال کې د داعش په ضد امريکايي اتحاد سره يوځاى شو او عراق ته يې اېف شپاړس الوتکې هم واستولې.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA