ads

ننګرهار كې له چاودېدونكو توكو ډكه ريكشه نيول شوې

د ملي امنيت منسوبينو تېره ورځ په ننګرهار ولايت كې له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه نيولې ده. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنيت موظفينو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې هغه دوه کسان ونيول، چې په يوه ريکشه کې ځاى پر ځاى […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
ننګرهار كې له چاودېدونكو توكو ډكه ريكشه نيول شوې

د ملي امنيت منسوبينو تېره ورځ په ننګرهار ولايت كې له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه نيولې ده. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنيت موظفينو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې هغه دوه کسان ونيول، چې په يوه ريکشه کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي يې د تخريبي کړنو په هدف جلال اباد ښار ته انتقالول.

د ملي امنيت منسوبينو تېره ورځ په ننګرهار ولايت كې له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه نيولې ده.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنيت موظفينو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې هغه دوه کسان ونيول، چې په يوه ريکشه کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي يې د تخريبي کړنو په هدف جلال اباد ښار ته انتقالول .

سرچينه وايي، نيول شوي دواړه كسان پلار او زوى دي، چې اوسمهال د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې استوګن دي.

سرچينه زياتوي، چې دواړو نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د حکومت کومې مخالفې ډلې تراوسه د دغو نيول شويو كسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA