د کابل ښار په شهر نو سيمه كې تېره شپه د وسله وال بريد له كبله دوه تنه وژل شوي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد ته وويل، يو وسله وال كس يوه تركي ماركېټ ته ننوتى او د بې غږه وسلې په وسيله يې بريد كړى دى.
د کابل ښار په شهر نو سيمه كې تېره شپه د وسله وال بريد له كبله دوه تنه وژل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد ته وويل، يو وسله وال كس يوه تركي ماركېټ ته ننوتى او د بې غږه وسلې په وسيله يې بريد كړى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه دوه تنه وژل شوي، خو نوموړي يې د هويت په اړه څه ونه ويل.
عبيدي زياته كړه، چې د پېښې په اړه د دوى تحقيقات روان دي.
خو عيني شاهدان وايي، وسله والو پر بهرنيو وګړو له يوه مارکېټ څخه د راوتو په حال کې ډزې وكړې.
بلخوا ځينو رسنيو د کورنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله خبر وركړى، چې په دغه بريد کې يو ترکي وګړى او يو افغان وژل شوي او درې ترکان ټپيان دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


