ads

“د کراچۍ سوداګريز ښار به په بشپړ ډول په سمندر کې ډوب شي”

د پاکستان يو ملي انسټيټيوټ خبردارى ورکړى، چې له ۳۵ څخه تر ۴۵ کلونو مودې پورې به د کراچۍ سوداګريز ښار په بشپړ ډول په سمندر کې ډوب شي. د نېشنل انسټيټيوټ آف اوشنوګرافي په نوم دغې ادارې په خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې لا له وړاندې د کراچۍ يو شمېر سيمې سمندري […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
“د کراچۍ سوداګريز ښار به په بشپړ ډول په سمندر کې ډوب شي”

د پاکستان يو ملي انسټيټيوټ خبردارى ورکړى، چې له ۳۵ څخه تر ۴۵ کلونو مودې پورې به د کراچۍ سوداګريز ښار په بشپړ ډول په سمندر کې ډوب شي. د نېشنل انسټيټيوټ آف اوشنوګرافي په نوم دغې ادارې په خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې لا له وړاندې د کراچۍ يو شمېر سيمې سمندري اوبو کې ډوبې شوي او نورې سيمې يې کرار – کرار د اوبو تر ګواښ لاندې راځي.

د پاکستان يو ملي انسټيټيوټ خبردارى ورکړى، چې له ۳۵ څخه تر ۴۵ کلونو مودې پورې به د کراچۍ سوداګريز ښار په بشپړ ډول په سمندر کې ډوب شي.

د نېشنل انسټيټيوټ آف اوشنوګرافي په نوم دغې ادارې په خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې لا له وړاندې د کراچۍ يو شمېر سيمې سمندري اوبو کې ډوبې شوي او نورې سيمې يې کرار – کرار د اوبو تر ګواښ لاندې راځي.

د سرچينې په وينا، كه د دغه ګواښ مخنيوى ونه شي، نو په راتلونکې كې به د کراچۍ څلوېښت ميليونه نفوس د چاپېريالي کډوالو په څېر نورو سيمو ته کډه شي.

سرچينه زياتوي، په ۲۰۱۵ کال کې په نړۍ كې زرګونه كسان د سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ له كبله وژل شوي، چې له جملې څخه يې د ۲۰۱۵ کال په جون مياشت کې د سختې ګرمۍ له كبله ۱۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ياد انسټيټيوټ وايي، دا د دې ښکارندويي کوي، چې د هوا تودوخه به د سمندري اوبو کچه لوړه کړي او ډېرى سيمې به تر اوبو لاندې راشي.

د نوموړې ادارې د رپوټ له مخې، په کال کې شپږ ملي متره د سمندري اوبو سطحه لوړېږي، چې په دې سره سمندري غاړې په تدريجي ډول تر اوبو لاندې راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA