ads

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتيازي شپږم کال پرانيستل شو

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتيازي شپږم کال نن د جمهور رئيس غني له لوري پرانيستل شو. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، چې د ياد امتيازي کال پرانيست غونډې ته يې خبرې کولې وويل، د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ابهام په پرده کې نغښتي او د ملي يووالي حکومت د […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتيازي شپږم کال پرانيستل شو

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتيازي شپږم کال نن د جمهور رئيس غني له لوري پرانيستل شو. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، چې د ياد امتيازي کال پرانيست غونډې ته يې خبرې کولې وويل، د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ابهام په پرده کې نغښتي او د ملي يووالي حکومت د جوړېدو پر هوکړه ليک هغسې عمل نه دى شوى، څنګه يې چې تمه کېده.

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې امتيازي شپږم کال نن د جمهور رئيس غني له لوري پرانيستل شو.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، چې د ياد امتيازي کال پرانيست غونډې ته يې خبرې کولې وويل، د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ابهام په پرده کې نغښتي او د ملي يووالي حکومت د جوړېدو پر هوکړه ليک هغسې عمل نه دى شوى، څنګه يې چې تمه کېده.

بلخوا جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د راتلونكي كال لپاره زيات پلانونه تر لاس لاندې لري او د دغو پلانونو د عملي كولو لپاره د ملي شورا همكاري اړينه بولي.

هغه زياتوي، په راتلونكي كال كې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ترسره كېدو او د ټاكنيزو اصلاحاتو رامنځته كېدو ته ژمن دي او له فساد سره د مبارزې په برخه كې به هم زيات كارونه ترسره كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې كاري موده د روان كال په چنګاښ مياشت كې پاى ته رسېدلې، خو د خلكو استازي به د جمهوري رياست د فرمان پر بنسټ د نويو استازو د ټاكلو تر وخته خپل كار ته دوام وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA