ads

تركيې او ايران په سوريه كې د كورنۍ جګړې د ختمولو هوكړه وكړه

ترکيه او ايران خپلو کې د خرابو اړيکو په له منځه وړلو او سوريه کې د کورنۍ جګړې په ختمولو سره هوکړې ته ورسېدل. د ايران دولتي ټلويزيون وويل، چې د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو پرون ناوخته د ايران له جمهور رئيس حسن روحاني سره د كتنې په مهال يو لړ سوداګريزې هوکړې […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
تركيې او ايران په سوريه كې د كورنۍ جګړې د ختمولو هوكړه وكړه

ترکيه او ايران خپلو کې د خرابو اړيکو په له منځه وړلو او سوريه کې د کورنۍ جګړې په ختمولو سره هوکړې ته ورسېدل. د ايران دولتي ټلويزيون وويل، چې د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو پرون ناوخته د ايران له جمهور رئيس حسن روحاني سره د كتنې په مهال يو لړ سوداګريزې هوکړې هم لاسليک کړې.

ترکيه او ايران خپلو کې د خرابو اړيکو په له منځه وړلو او سوريه کې د کورنۍ جګړې په ختمولو سره هوکړې ته ورسېدل.

د ايران دولتي ټلويزيون وويل، چې د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو پرون ناوخته د ايران له جمهور رئيس حسن روحاني سره د كتنې په مهال يو لړ سوداګريزې هوکړې هم لاسليک کړې.

دواړو مشرانو د سوريې په ګډون د سيمې پر حالاتو ګټورې خبرې وکړې.

د ترکيې لومړي وزير، حسن روحاني سره د ليدنې په مهال وويل، چې په سيمه کې دواړه وروڼه هېوادونه بايد د سوريې د کړکېچ د حل لپاره پر ګډې نقشې کار وکړي او په ايران د لګول شويو اقتصادي بنديزونو تر لرې کېدو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په کال کې دېرش ميليارد ډالرو ته پورته کوي.

په همدې مهال د ايران جمهور رئيس حسن روحاني ټينګار وکړ، چې د سيمې کړکېچ د سيمه ييزو هېوادونو لخوا حل کېدى شي.

ده څرګنده کړه، چې له ترکيې سره په ګډه به د سوريې كړكېچ د دايمي حل لپاره سلا مشورې کوي.

بايد ياده شي، چې د ترکيې لومړى وزير وړمه شپه تهران ته تللى و، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوريې کړکېچ په سر خرابې شوې اړيکې بېرته ورغوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA