ads

اچين ولسوالۍ كې شاهين ۱۸ عمليات پاى ته ورسېدل

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم عمليات تېره ورځ پاى ته ورسېدل. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په اچين ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د شاهين ۱۸ تصفيوي عملياتو په مهال، چې شاوخو۲۱ ورځې يې […]

نویسنده: TKG
16 کب 1394
اچين ولسوالۍ كې شاهين ۱۸ عمليات پاى ته ورسېدل

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم عمليات تېره ورځ پاى ته ورسېدل. د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په اچين ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د شاهين ۱۸ تصفيوي عملياتو په مهال، چې شاوخو۲۱ ورځې يې دوام وکړ، ګڼې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د شاهين ۱۸ په نوم عمليات تېره ورځ پاى ته ورسېدل.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په اچين ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د شاهين ۱۸ تصفيوي عملياتو په مهال، چې شاوخو۲۱ ورځې يې دوام وکړ، ګڼې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې.

خبرپاڼه وايي، چې په دغو عملياتو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ګڼ شمېر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچينه زياتوي، د اچين او نازيانو ولسواليو په يو شمېر کليو کې تر عملياتو وروسته د ولسي پاڅون کوونکو پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په يادو عملياتو کې يې له ۳۰۰ نه زياتو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA