افغان حكومت د سولې خبرو ته د ژمنتيا ترڅنګ له هغو مخالفو وسله والو ډلو سره پر جګړې ټينګار كوي، چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي. دا څرګندونې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شپږم امتيازي كال په پرانيست غونډه كې وكړې.
افغان حكومت د سولې خبرو ته د ژمنتيا ترڅنګ له هغو مخالفو وسله والو ډلو سره پر جګړې ټينګار كوي، چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.
دا څرګندونې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شپږم امتيازي كال په پرانيست غونډه كې وكړې.
هغه وويل، افغانستان د سولې دروازې پرانيستې پرېښي، خو د دې ترڅنګ به هغه كسان وځپي، چې د جګړې له دروازې مخكې راځي.
جمهور رئيس غني دغه راز یادونه وکړه، چې که څه هم د سولې خبرې به یو څه وخت نیسي، خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې په برخه کې پخوانۍ ترخې خاطرې باید بیا تکرار نشي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو رهبري شورا پرېكړه كړې، چې د سولې په هېڅ ډول خبرو كې به تر هغې ګډون نه كوي، ترڅو له افغانستان څخه بهرني ځواكونه نه وي وتلي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري تېره ورځ كليد ته په را استول شوې اعلاميه كې ويل شوي، دغې ډلې په قطر كې د پګواش په وروستي كنفرانس كې خپل دريځ او شرطونه په ډاګه كړي او تر هغې چې دغه شرطونه پوره شوي نه وي، دوى د سولې په مخامخ خبرو كې برخه نه اخلي.
بلخوا امريکا له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
ټاكل شوې، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د روانې مارچ مياشتې په نيمايي کې وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


