وسله والو كسانو تېر ماښام د كابل ښار په وزير اكبر خان سيمه كې د كورنيو چارو وزارت قراردادي كار كوونكى عبدالصبور فقيري د چاقو په وسيله وژلى دى. د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد سره خبرو كې دا خبر تاييدوي، خو زياتوي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
وسله والو كسانو تېر ماښام د كابل ښار په وزير اكبر خان سيمه كې د كورنيو چارو وزارت قراردادي كار كوونكى عبدالصبور فقيري د چاقو په وسيله وژلى دى.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد سره خبرو كې دا خبر تاييدوي، خو زياتوي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، پوليس په دې اړه په تحقيقاتو بوخت دي او په دې قتل كې په لاس لرلو تورن يو شمېر كسان هم پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې كابل ښاريان د جنايي جرمونو له زياتوالي اندېښنه څرګندوي او له امنيتي ادارو غواړي، چې د ترور، وسله والو غلاوو او د ماشومانو د تښتونې مخه ونيسي.
خو د كابل امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، چې د تېرو مياشتو په پرتله په كابل ښار او ولسواليو كې د جنايي جرمونو ګراف ټيټ شوى او پوليس هره مياشت په دغو جرمونو تورن لسګونه كسان نيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


