د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو د سړک جوړونې پنځلس کار کوونکي د وسله والو طالبانو له منګولو راخلاص کړل. د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو تېره ورځ د ازادخېلو او هفت اسيا سيمو ترمنځ د بګورا سړک جوړونې شرکت د کار کوونکو موټر درولى او غوښتل يې هغوى اختطاف کړي.
د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو د سړک جوړونې پنځلس کار کوونکي د وسله والو طالبانو له منګولو راخلاص کړل.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو تېره ورځ د ازادخېلو او هفت اسيا سيمو ترمنځ د بګورا سړک جوړونې شرکت د کار کوونکو موټر درولى او غوښتل يې هغوى اختطاف کړي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د سړک جوړونې شرکت موټر چلوونکى وژلى او دوه کار کوونکي يې ټپيان کړي، خو د پېښې سيمې ته د ملي اردو سرتېرو په رسېدو پنځلس نور کسان د طالبانو له منګولو راخلاص او ژغورل شوي دي.
سرچينه زياتوي، ياد کار کوونکي د کابل – کندهار سړک زيانمنې شوې برخې او پلچکونه جوړوي، چې د دولت وسله والو مخالفينو په بمونو الوځولي او زيانمن کړي يې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


