د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د ملي يووالي له حكومته غواړي، چې د سولې په خبرو كې بايد د دولت ټولو مخالفو وسله والو ډلو ته برخه وركړي.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د ملي يووالي له حكومته غواړي، چې د سولې په خبرو كې بايد د دولت ټولو مخالفو وسله والو ډلو ته برخه وركړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د يادې شورا غړو تېره ورځ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وليدل.
دغه شورا د دولت له مخالفو وسله والو ډلو غواړي، چې د سولې له بهيره ملاتړ وكړي او كه د امنيت د ټينګښت غوښتونكي وي، نو پر ملكي وګړو او عامه تاسيساتو دې له بريدونو لاس واخلي.
په هغه اعلاميه كې، چې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا لخوا خپره شوې، په هېواد كې د امنيت د ټينګښت يوازينۍ لاره د دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې ښودل شوې دي.
بلخوا جمهور رئيس غني په دې ليدنه كې ويلي، چې په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ديني عالمانو رول ډېر مهم او حياتي دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به د سولې مخامخ خبرې د روانې مارچ مياشتې په نيمايي کې وشي.
په ورته وخت كې په کابل کې د بريتانيا سفير ډومنيک جرمي ويلي، تمه لري چې د افغان حکومت او طالبانو استازي به په روانه ميلادي مياشت کې خبرو ته کېني.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې د افغانستان، پاكستان، چين او امريكا په څلورمه څلور اړخيزه ناسته كې د مارچ مياشتې لومړۍ اونۍ له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ټاكل شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


