بلجيمي چارواکو پوځ ته په دوو ايالتونو کې د اټومي بټيو د ساتنې امر كړى دى. رپوټونه وايي، دوى دا ګام وروسته له هغې اخيستى، چې په دغه هېواد کې د ترهګريزو بريدونو وېره يو ځل بيا زياته شوه.
بلجيمي چارواکو پوځ ته په دوو ايالتونو کې د اټومي بټيو د ساتنې امر كړى دى.
رپوټونه وايي، دوى دا ګام وروسته له هغې اخيستى، چې په دغه هېواد کې د ترهګريزو بريدونو وېره يو ځل بيا زياته شوه.
د بلجيم د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دوو ايالتونو فلينډرس او والونيا کې د ترهګريز بريد لوى ګواښ موجود دى او وېره يې څرګنده کړې، چې ښايي ترهګر پر اټومي تاسيساتو بريد وکړي.
د دغو اټومي تاسيساتو د ساتنې په هدف ځانګړى پوځ ګومارل شوى دى.
د تېر کال په نومبر مياشت کې په بلجيم کې له يو لړ ترهګريزو بريدونو وروسته،چې ګڼه مرګ ژوبله يې هم واړوله، په دغه هېواد کې امنيتي تدابير خپلې لوړې کچې ته پورته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


