افغان حكومت هغه خبرونه رد كړل، چې ګواكې د طالبانو غوښتنې يې منلې دي. د سولې په چارو کې د جمهور رئيس سلاکار قطب الدين هلال د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو وړانديز رد کړی دی.
افغان حكومت هغه خبرونه رد كړل، چې ګواكې د طالبانو غوښتنې يې منلې دي.
د سولې په چارو کې د جمهور رئيس سلاکار قطب الدين هلال د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو وړانديز رد کړی دی.
د هغه په وينا، د افغانستان دولت د موقت حکومت له جوړولو پرته د طالبانو نورې ټولې غوښتنې منلې دي.
طالبانو د سولې لپاره له تور لېسته د خپلو مشرانو د ايستلو، د بنديانو د خلاصون، د بهرنيو پوځيانو د وتلو او يو شمېر نورې غوښتنې كړې دي، خو د جمهور رئيس د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي نن کليد ته وويل، چې د ملي يووالي حكومت تراوسه د طالبانو هېڅ يوه غوښتنه نه ده منلې.
هاشمي همدا راز له جمهور رئيس غني سره د پاکستان د لوى درستيز راحيل شريف د پرونۍ ليدنې په اړه وويل، چې شريف په دې کتنه کې يو ځل بيا له افغان سولې څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
راحيل شريف پرون د تاجکستان له يو ورځني سفر څخه د بېرته ستنېدنې په مهال په کابل کې د لنډ وخت لپاره تم شو او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان د کار د پيل په هدف جوړو شوو مراسمو کې يې د برخې اخيستنې ترڅنګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره هم وکتل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


