د لغمان والي د امنيت په ټينګښت، د تلپاتې سولې په منځته راتګ، د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي او د غصب په ضد مبارزه کې د علماوو پر اساسي همکارۍ ټينګار وکړ او له ټولو علماوو يې وغوښتل، چې د روانو ناخوالو او بدمرغيو په مخنيوي کې له دولت سره همکار شي.
د لغمان والي د امنيت په ټينګښت، د تلپاتې سولې په منځته راتګ، د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي او د غصب په ضد مبارزه کې د علماوو پر اساسي همکارۍ ټينګار وکړ او له ټولو علماوو يې وغوښتل، چې د روانو ناخوالو او بدمرغيو په مخنيوي کې له دولت سره همکار شي.
په لغمان ولايت کې تېره ورځ د سولې او ثبات د ټينګښت، نشه يي توکو او غصب په وړاندې د مبارزې په تړاو د زون په کچه يو ورځنى کنفرانس جوړ شو، چې په کې د لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو لسګونو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي عبدالجبار نعيمي وويل، د ملي يووالي حکومت تګلاره دا ده، چې علماء بايد د حکومت په ټولو چارو کې ګډون ولري او تل د دولت د تګلارو او کړنلارو په پلي کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.
نوموړي يادونه وکړه، چې د لغمان ټولې ستونزې او ناخوالې يې په ګوته کړې دي، که چېرې علماء د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له جوماتونو او ديني مرکزونو څخه ولس ته مثبت پيغام ورکړي، ډېرې شته ستونزې به هوارې شي او ولسونه به د هوسا او ارام ژوند ساه واخلي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني، د لغمان ولايت د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله الکوزي، د کونړ ولايت د علماوو په استازيتوب دوکتور عبدالبصير بصيرت، مولوي عبدالغفور خميني او مولوي نعمت الله يوسفزي په دې كنفرانس كې خبرې وکړې د ولس او نظام په ضد روانه جګړه يې جهاد نه، بلکې فساد ياد کړ.
دوى ولسونو وغوښتل، چې له خپل نظام سره همکاري وکړي او د هغو کسانو د ناروا کړنو مخه ونيسي، چې باطله لاره يې غوره کړې ده.
دوى د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د حق پر لاره، چې سوله ده خپل مزل پيل کړي او نور پيل شوې ناروا جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.


