د ملي امنيت عمومي رياست په كابل او پروان ولايتونو كې د ۱۲ تنو سړي تښتوونكو د نيولو خبر وركوي. د دې رياست له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، څه موده وړاندې د کابل ښار د لسمې ناحيې په اړوندو برخو کې د امين الله نومي څوارلس کلن نوي ځوان د تښتونې په تور پنځه کسيزه ډله نيول شوې وه، چې د دوى د اعترافاتو په پايله کې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دغې ډلې شپږ نور غړي ونيول.
د ملي امنيت عمومي رياست په كابل او پروان ولايتونو كې د ۱۲ تنو سړي تښتوونكو د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، څه موده وړاندې د کابل ښار د لسمې ناحيې په اړوندو برخو کې د امين الله نومي څوارلس کلن نوي ځوان د تښتونې په تور پنځه کسيزه ډله نيول شوې وه، چې د دوى د اعترافاتو په پايله کې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د دغې ډلې شپږ نور غړي ونيول.
سرچينې د دغو كسانو نومونه حاجي پروېز، حاجي زمرى، حاجي اسدالله، توريالى، کامل او خليل ياد كړي او په خبره يې، د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، يادو کسان د ملي سوداګرو او د هغوى د ماشومانو د تښتونې په ګڼو قضيو کې لاس لري.
د ملي امنيت عمومي رياست په يوه بله خبرپاڼه كې ويلي، منسوبينو يې په پروان ولايت كې د يو لړ ځانګړو عملياتو په مهال د سړي تښتوونکو يو تن مشر محمد افضل، چې په تورن جنرال پيکار مشهور دى، د يوې مېرمنې په ګډون د ده د ډلې له پنځو تنو غړو سره نيولى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، نيول شويو كسانو هوډ درلود، چې د پروان لپاره د طالبانو له نومول شوي والي مولوي نسيم شفق سره له اړيکو په ګټې اخيستنې د دې ولايت په مرکز کې په سړي تښتونو، ترهګريزو او ورانکارو چارو لاس پورې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


