ads

حيات: امنيتي ځواکونه بايد د ملکي تلفاتو مخنيوي ته ژمن واوسي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، امنيتي ځواکونه بايد د ملکي خلکو د سر او مال ساتلو ته ژمن واوسي، ترڅو ملکي تلفات رامنځته نه شي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ولايت په امنيتي غونډه کې وکړې، چې يو شمېر امنيتي مسوولينو او د يوناما استازو په کې ګډون درلود. […]

نویسنده: TKG
13 کب 1394
حيات: امنيتي ځواکونه بايد د ملکي تلفاتو مخنيوي ته ژمن واوسي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، امنيتي ځواکونه بايد د ملکي خلکو د سر او مال ساتلو ته ژمن واوسي، ترڅو ملکي تلفات رامنځته نه شي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ولايت په امنيتي غونډه کې وکړې، چې يو شمېر امنيتي مسوولينو او د يوناما استازو په کې ګډون درلود.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، امنيتي ځواکونه بايد د ملکي خلکو د سر او مال ساتلو ته ژمن واوسي، ترڅو ملکي تلفات رامنځته نه شي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ولايت په امنيتي غونډه کې وکړې، چې يو شمېر امنيتي مسوولينو او د يوناما استازو په کې ګډون درلود.

د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې امنيتي غونډه کې د تېرې اونۍ ترسره کړو کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل شول او هم د يو شمېر مهمو مسايلو په اړه پرېکړې وشوې.

د سرچينې په وينا، په دې غونډه کې د ملکي تلفاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او ټينګار پر دې وو، چې امنيتي ځواکونه د عملياتو په مهال د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو سبب نه شي.

په خبرپاڼه كې د ميدان وردګو والي له قوله راغلي، چې ټول امنيتي ځواکونه د ولسونو د سر او مال ساتنې دندې ته ژمن دي او په خبره يې، سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

سرچينه زياتوي، په امنيتي غونډه کې د يوناما استازو ټينګار وکړ، چې جګړه کې ښکېلې غاړې بايد د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما په وروستي رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۳۵۴۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه ټپيان شوي، چې طالبان په سلو کې د ۶۲ او افغان ځواکونه په سلو کې د ۱۷ مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA