جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي شورا د وکيلانو ټولې مشورې، چې د حکومت د بهتروالي لپاره يې ورکړې دي، منل شوي او په راتلونکې كې به يې عملي كړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي شورا د وکيلانو ټولې مشورې، چې د حکومت د بهتروالي لپاره يې ورکړې دي، منل شوي او په راتلونکې كې به يې عملي كړي.
جمهور رئيس غني، چې نن يې د ملي شورا او کابينې لومړنۍ ګډې غونډې ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.
هغه وويل، که وخت په شکايتونو تېر کړو، نو هېڅ کار به مو نه وي کړى او زياته يې کړه، چې غوره خبره د کار کول دي.
دغه راز دې غونډې ته د وينا په مهال د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل، چې وکيلان بايد ستونزې شريکې کړي او وزيران ورته ځواب ووايي.
هغه پر وکيلانو غږ وکړ، چې د کابينې له پرېکړې سره سم دې له ځانګړو مواردو پرته په ټولو برخو کې مشورو ته دوام ورکړي.
ملي شورا له کابينې سره داسې مهال د مشورو ورکولو ګډه غونډه کوي، چې د دغې شورا د دواړو خونو د غړو ژمنۍ رخصتي پاى ته رسېدونكې ده او دوى به بېرته خپل کار ته ورستنېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


