ads

ايران د چابهار بندر د ګټې اخيستنې چارې ګړندۍ کوي

د ايران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ وزير محمد رضا نعمت زاده وايي، هېواد يې پلان لري، چې د چابهار بندر د ګټې اخيستنې چارې ګړندۍ کړي او له دې بندر نه د ګټې اخيستنې  لپاره يې له چابهار نه تر هراته د ريل پټلۍ چارې هم پيل کړي، چې په ۱۳۹۵ کال کې به […]

نویسنده: TKG
13 کب 1394
ايران د چابهار بندر د ګټې اخيستنې چارې ګړندۍ کوي

د ايران د کانونو، صنعت او سوداګرۍ وزير محمد رضا نعمت زاده وايي، هېواد يې پلان لري، چې د چابهار بندر د ګټې اخيستنې چارې ګړندۍ کړي او له دې بندر نه د ګټې اخيستنې  لپاره يې له چابهار نه تر هراته د ريل پټلۍ چارې هم پيل کړي، چې په ۱۳۹۵ کال کې به پاى ته ورسېږي.

نوموړي پرون په كابل كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وكتل  او ويې ويل، چې د چهارشنبې په ورځ يې د افغانستان د کانونو او پټروليم له وزير داود شاه صبا سره د کانونو په برخه کې د همکارۍ هوكړه ليك لاسليک کړ.

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د محمد رضا نعمت زاده له قوله راغلي، چې د ياد هوكړه ليك له مخې به ايران له افغان پانګه والو سره په ګډه په کانونو کې پانګونه کوي، په دې برخه کې شته تجربې به شريکوي او د کوچنيو او منځيو صنعتونو په برخه کې به ګډ نندارتونونه جوړوي.

هغه غوښتنه وکړه، چې افغانستان او ايران دې په هوايي پروازونو کې زياتوالى راولي، په ځانګړي ډول له کابل نه چابهار بندر ته، ترڅو سوداګرو او پانګه والو ته اسانتياوې رامنځته شي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په دې ليدنه کې وويل، له هراته دې خوا د ريل پټلۍ جوړول د ايټاليا هېواد له لوري ترسره کېږي، چې په جوړېدو سره به يې افغانستان او ايران د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA