ads

ننګرهار: ۲۰۴ داخلي بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له لوري له۲۰۴ داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په دې اړه را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پرون د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو د ( ډبلیو ، ایف ، […]

نویسنده: TKG
12 کب 1394
ننګرهار: ۲۰۴ داخلي بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له لوري له۲۰۴ داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په دې اړه را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پرون د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو د ( ډبلیو ، ایف ، پي ) او (ای ار سي) خیریه ادارو په مالي همکارۍ  ۲۰۴ داخلي بیځایه شويو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له لوري له۲۰۴ داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په دې اړه را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پرون د کډوالو چارو ریاست په هلو ځلو د ( ډبلیو ، ایف ، پي ) او (ای ار سي) خیریه ادارو په مالي همکارۍ  ۲۰۴ داخلي بیځایه شويو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
په خبر پاڼه کې د ننګرهار د کډوالو چارو  د رئیس غلام حیدر فقیرزي له قوله ویل شوي چې دا مرستې د اچین، نازیان ، هسکې مېنې او شیرزادو ولسوالیو له  ۲۰۴ بې ځایه شویو کورنیو سره له سروې وروسته وویشل شوې.
په دې وروستیو کې د ننګرهار له یو شمېر هغو سیمو څخه چې د ناامنۍ پيښې په کې زیاتي شوي، زرګونه اوسیدونکي یی جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو ته کوچیدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA