د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او ټرافیکو مدیریتونو ته نوي مسوولین وټاکل شول.
چارواکي وایي، دغه مسوولین یې پرون د سه شنبې پر ورځ رسما اړوندو ادارو ته وروپیژندل.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استولې، خبر پاڼه کې ویل شوې، پرون د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد له لوري، سمونوال غلام رباني د امنیه قومندانۍ له نشه یې توکو سره دمبارزې مدیر او سید حمیدالله سادات د ننګرهار ټرافیکو د نوي مدیر په حیث د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او ټرافیکو مدیریتونو ته نوي مسوولین وټاکل شول.
چارواکي وایي، دغه مسوولین یې پرون د سه شنبې پر ورځ رسما اړوندو ادارو ته وروپیژندل.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استولې، خبر پاڼه کې ویل شوې، پرون د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد له لوري، سمونوال غلام رباني د امنیه قومندانۍ له نشه یې توکو سره دمبارزې مدیر او سید حمیدالله سادات د ننګرهار ټرافیکو د نوي مدیر په حیث د اړوندو ادارو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول.
په خبر پاڼه کې د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد له قوله ویل شوي، تغير او تبديل په دولتي ادارو کې د چارو د ښه پرمختګ په موخه ترسره کيږي ، چې په وينا همدې اصل ته په کتلو دا نوې ګمارنې شوې دي.
د یادونې ده چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې نوي مدیر له دې وړاندې د امنیت امریت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.


