د کندهار د ملي امنيت منسوبينو له لوري شپږ تنه، چې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې يې وسله وال فعاليتونه کول، ونيول شول.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي وسله وال دکندهار او هلمند ولايتونو اوسېدونکي دي.
د سرچينې په وينا، يادو کسانو پلان درلود، چې په کندهار ښار اويو شمېر سيمو کې وسله والې کړنې ترسره کړي، چې د ملي امنيت د کار کوونکو لخوا ونيول شول. د کندهار د ملي امنيت منسوبينو له لوري شپږ تنه، چې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې يې وسله وال فعاليتونه کول، ونيول شول.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي وسله وال دکندهار او هلمند ولايتونو اوسېدونکي دي.
د سرچينې په وينا، يادو کسانو پلان درلود، چې په کندهار ښار اويو شمېر سيمو کې وسله والې کړنې ترسره کړي، چې د ملي امنيت د کار کوونکو لخوا ونيول شول.
سرچينه زياتوي، له نيول شويو کسانو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف كړى دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


