ads

كندهار كې سږ كال د كبانو د فارمونو شمېر دوه چنده لوړ شوى

په كندهار كې د كبانو د فارمونو لرونكي وايي، سږ كال يې حاصلات دوه برابره شوي او هر يو فارم لرونكي په كال كې لږ تر لږه ۱۵ زره كېلو ګرامه د كبانو غوښه خرڅه كړې ده.همدا راز ځايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت كې د كبانو د فارمونو شمېر د تېر كال ۹۲ […]

نویسنده: TKG
12 کب 1394
كندهار كې سږ كال د كبانو د فارمونو شمېر دوه چنده لوړ شوى

په كندهار كې د كبانو د فارمونو لرونكي وايي، سږ كال يې حاصلات دوه برابره شوي او هر يو فارم لرونكي په كال كې لږ تر لږه ۱۵ زره كېلو ګرامه د كبانو غوښه خرڅه كړې ده.
همدا راز ځايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت كې د كبانو د فارمونو شمېر د تېر كال ۹۲ فارمونو په پرتله سږ كال ۱۷۶ فارمونو ته لوړ شوى دى.
د كندهار د كرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمد الله نوري په دې اړه كليد ته وويل، كندهار كې د كبانو د پالنې فارمونه په ۱۳۸۶ كې جوړ شول، خو هغه مهال يې ښه نتيجه نه لرله ځكه يې خلكو هم كاروبار پريښود

په كندهار كې د كبانو د فارمونو لرونكي وايي، سږ كال يې حاصلات دوه برابره شوي او هر يو فارم لرونكي په كال كې لږ تر لږه ۱۵ زره كېلو ګرامه د كبانو غوښه خرڅه كړې ده.
همدا راز ځايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت كې د كبانو د فارمونو شمېر د تېر كال ۹۲ فارمونو په پرتله سږ كال ۱۷۶ فارمونو ته لوړ شوى دى.
د كندهار د كرنې رياست د ترويج مدير انجنير محمد الله نوري په دې اړه كليد ته وويل، كندهار كې د كبانو د پالنې فارمونه په ۱۳۸۶ كې جوړ شول، خو هغه مهال يې ښه نتيجه نه لرله ځكه يې خلكو هم كاروبار پريښود، خو په ۱۳۹۱ كې يو ځل بيا كندهار كې لومړنى فارم جوړ شو، په ۱۳۹۲ كې ۶ فارمونه جوړ شول، په ۱۳۹۳ كې ۹۲ او سږ كال دا شمېر ۱۷۶ ته ورسېد: (( دلته د كبانو د روزنې لپاره ډېره ښه اب و هوا ده، د كبانو ناروغۍ هم دلته تر اوسه نه دي ليدل شوي، د كبانو د غوښې تقاضا هم زياته ده، نو كوشش كوو چې دلته يې د فارمونو شمېر نور هم لوړ شي.))
ځايي د كبانو فارمونو لرونكي وايي، د كبانو پالنې ورته د رزق ګټلو ښه زمينه برابره كړې ده او دوى په خپل كاروبار كې زيات خوشاله دي. 
فضل احمد د کندهار هغه اوسېدونکى دى چې د ښار په لوېديځه څنډه، باغ پُل سيمه کې د کبانو لوى فارم لري او د کبانو شمېر يې زرګونو ته رسېږي.
فضل احمد كليد ته وايي، په کندهار کې د سيندونو د كبانو تر څنګ له پاکستانه فارمي ماهيان راوړل کېدل، نو ده هم د خپل وطني توليد لپاره د كبانو فارم جوړ كړ: ((اوس دلته ډېره تقاضا ده، زه خپله هر كال له خپل فارم نه ۱۵ زره كېلو ګرامه غوښه ترلاسه كوم، دا كندهار كې هم خرڅېږي او نږدې ولايتونو ته هم صادرېږي، ګټه يې ډېره ده ښه ورسره خوشاله يم.))
د يادونې ده چې په کندهار کې د فارمونو تر څنګ له ارغنداب سيند او په شاوليکوټ ولسوالۍ کې له دهلې بند څخه هم کبان ترلاسه کېږي، خو ډېر مهال دغه كبان په ناقانونه توګه نيول کېږي.
د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي په دې اړه يې څو ځلې امنيتي ارګانونو سره تماسونه نيولي او له هغوى يې غوښتي چې د كبانو د ناقانونه ښكار مخنيوى وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA