د کندهار د امنیه قومندانۍ اړوند د نشه يي توکو په ضد د مبارزې مدیریت ۴۵ کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضياء دراني کلید راډيو ته وويل، پوليسو دغه نشه يي توکي د کشفي راپور پر اساس له یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر څخه نيولي دي.
هغه زياته کړه دغه ۴۵ کيلو هيروئين په موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو، چې د قاچاق په تړاو يې يو كس هم نيول شوى دى. د کندهار د امنیه قومندانۍ اړوند د نشه يي توکو په ضد د مبارزې مدیریت ۴۵ کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند ضياء دراني کلید راډيو ته وويل، پوليسو دغه نشه يي توکي د کشفي راپور پر اساس له یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر څخه نيولي دي.
هغه زياته کړه دغه ۴۵ کيلو هيروئين په موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو، چې د قاچاق په تړاو يې يو كس هم نيول شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې څه موده مخکې د کندهار د امنیه قومندانۍ له خوا په لسګونه ټنه هغه نشه يي توکي وسوځول شول چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي مدیریت پوليسو نیولي وو.


