ads

د پروان چارواكي: د نوي كال مراسمو ته كلك امنيتي اقدامات كړي

د پروان امنيتي چارواکي وايي، د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.د پروان امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف د پروان لوړ پوړو او سيمه ييزو امنيتي چارواکو ګډه غونډه درلوده.د سرچينې […]

نویسنده: TKG
12 کب 1394
د پروان چارواكي: د نوي كال مراسمو ته كلك امنيتي اقدامات كړي

د پروان امنيتي چارواکي وايي، د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
د پروان امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف د پروان لوړ پوړو او سيمه ييزو امنيتي چارواکو ګډه غونډه درلوده.
د سرچينې په وينا، په دې غونډه كې د ولسواليو او عمومي لارو ټولو امنيتي مسوولينو ته دنده وسپارل شوه، چې تر نوي کال پورې ټينګ امنيتي تدابير ونيسي. د پروان امنيتي چارواکي وايي، د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.
د پروان امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوي کال د مراسمو د امنيت ټينګښت په هدف د پروان لوړ پوړو او سيمه ييزو امنيتي چارواکو ګډه غونډه درلوده.
د سرچينې په وينا، په دې غونډه كې د ولسواليو او عمومي لارو ټولو امنيتي مسوولينو ته دنده وسپارل شوه، چې تر نوي کال پورې ټينګ امنيتي تدابير ونيسي.
د خبرپاڼې له مخې، ۲۶ کيلو ګرامه چاودېدونکي توكي، چې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل چاودنه ورکړي، د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د نوي کال د مراسمو په هدف سلګونه مسافر د پروان – مزار او  پروان – باميان پر لويه لاره کابل ته  تګ راتګ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA