دپه جلال اباد ښار كې د هند كونسلګرۍ پر باندنۍ دروازه د ځانمرګو بريدګرو بريد پاى ته ورسېد.
د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په دغه بريد كې پنځه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي او ۱۷ ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومندان فضل احمد شيرزاد خبريالانو ته وويل چې لومړى يوه ځانمرګي موټر بم بريد ترسره كړ او وروسته نورو څلورو بريدګرو غوښتل چې قونسلګرۍ ته د ننه شي خو د امنيتي ځواكونو له لوري له منځه يووړل شول.
په جلال اباد ښار كې د هند كونسلګرۍ پر باندنۍ دروازه د ځانمرګو بريدګرو بريد پاى ته ورسېد.
د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، چې په دغه بريد كې پنځه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي او ۱۷ ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومندان فضل احمد شيرزاد خبريالانو ته وويل چې لومړى يوه ځانمرګي موټر بم بريد ترسره كړ او وروسته نورو څلورو بريدګرو غوښتل چې قونسلګرۍ ته د ننه شي خو د امنيتي ځواكونو له لوري له منځه يووړل شول.
له بل لوري ۱۷ ملكي وګړي هم په نېږدې سيمه او كورونو كې د ښيښو او نورو توكو د رالوېدو له كبله ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


