د ميدان وردګو د والي په لارښوونه په دې ولايت كې د غصب شويو ځمکو راګرځولو په هدف کمپاين په ترڅ کې لسګونه جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او په کې جوړې شوې ناقانونه ودانۍ ونړول شوې.
دغه کمپاين پرون مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ ته څېرمه سيمه کې پيل شو، چې د والي حيات الله حيات ترڅنګ امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس هم سيمې ته ورغلي وو. د ميدان وردګو د والي په لارښوونه په دې ولايت كې د غصب شويو ځمکو راګرځولو په هدف کمپاين په ترڅ کې لسګونه جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او په کې جوړې شوې ناقانونه ودانۍ ونړول شوې.
دغه کمپاين پرون مرکز ميدان ښار کې د کرنې انسټيټيوټ ته څېرمه سيمه کې پيل شو، چې د والي حيات الله حيات ترڅنګ امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس هم سيمې ته ورغلي وو.
د دې کمپاين په ترڅ کې ۳۴ جريبه دولتي تثبيت شوې ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه او هم په څلور جريبه ځمکه کې جوړې شوې ودانۍ ونړول شوې.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات سيمه کې د جوړو شويو ودانيو نړولو په مهال وويل، چې د غصب او غاصبينو په ضد به په جدي ډول مبازره کېږي: (( له ژمنې سره سم د ځمكې د غاصبينو په اړه موږ كوم كمپاين شروع كړى و، ميدان ښار مربوط مو د زراعت ليسې سره يوه سيمه چې له ۳۴ تر ۴۰ جريبه پورې غصب شوې ځمكه وه، دا ځاى د معلمينو ښارګوټى دى، متاسفانه د ځينې كسانو لخوا دا ځاى غصب شوى او څو لاسه پلورل شوى و، نن يې موږ ورانوو او ډاډ وركوم خلكو ته چې د ميدان وردګو ټولې غصب شوې سيمې به بېرته راګرځوو.))
حيات د ميدان وردګو ولسونو ته خبردارى ورکړ، چې له شرعي اسنادو پرته غصب شوې ځمکې وانخلي، ځکه په خبره يې د کمپاين په ترڅ کې به يې د ودانيو نړولو سره له مالي زيان سره مخ شي.


