ads

د ملي امنيت سلاكار له تركمنستاني چارواكو سره په ګڼو مسايلو غږېدلى

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، د ټاپي پروژې په ګډون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټولو اقتصادي پروژو د امنيت د ټينګښت لپاره افغان دولت پر يوې هر اړخيزې پاليسۍ کار کړى، چې په نږدې راتلونکې کې به يې د ترکمنستان له دولت سره شريکه کړي.د ملي امنيت شورا دفتر څخه […]

نویسنده: TKG
12 کب 1394
د ملي امنيت سلاكار له تركمنستاني چارواكو سره په ګڼو مسايلو غږېدلى

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، د ټاپي پروژې په ګډون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټولو اقتصادي پروژو د امنيت د ټينګښت لپاره افغان دولت پر يوې هر اړخيزې پاليسۍ کار کړى، چې په نږدې راتلونکې کې به يې د ترکمنستان له دولت سره شريکه کړي.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد حنيف اتمر د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان په پايتخت عشق اباد کې د هغه هېواد د دفاع وزير او امنيت شورا رئيس ياليم برديوف، د سرحدونو او ملي امنيت له وزيرانو او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف سره وکتل. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وايي، د ټاپي پروژې په ګډون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټولو اقتصادي پروژو د امنيت د ټينګښت لپاره افغان دولت پر يوې هر اړخيزې پاليسۍ کار کړى، چې په نږدې راتلونکې کې به يې د ترکمنستان له دولت سره شريکه کړي.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد حنيف اتمر د سې شنبې په ورځ د ترکمنستان په پايتخت عشق اباد کې د هغه هېواد د دفاع وزير او امنيت شورا رئيس ياليم برديوف، د سرحدونو او ملي امنيت له وزيرانو او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف سره وکتل.
د ملي امنيت سلاکار له ترکمنستاني چارواکو سره په دې جلا جلا ليدنو کې د افغانستان او ترکمنستان پر اړيکو، له افغانستان سره د ترکمنستان پر اقتصادي همکاريو، د سولې پر پروسې او يو شمېر نورو دوه اړخيزو مسايلو خبرې وکړې.
محمد حنيف اتمر ترکمنستاني چارواکو ته د افغانستان د عمومي امنيتي وضعيت په اړه مالومات ورکړل او دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې يې د امنيت د ټينګښت په هدف د افغان دولت وړانديزونه ورسره شريک کړل.
ترکمنستاني چارواکو له افغان دولت سره په سيمه او افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره پر ګډ کار ټينګار وکړ او له افغانستان سره يې د خپل هېواد د اقتصادي همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA