جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له خپلو شخصي پيسو څخه به درې سوه زره افغانۍ له ښځينه ورزشکارانو سره مرسته او د هغوى د ستونزو د حل په برخه کې به اړوندې ادارې اجراات وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د جنوبي اسيا سياليو د دولسمې دورې ښځينه مډال ګټونکو سره د ليدنې په مهال وكړې. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له خپلو شخصي پيسو څخه به درې سوه زره افغانۍ له ښځينه ورزشکارانو سره مرسته او د هغوى د ستونزو د حل په برخه کې به اړوندې ادارې اجراات وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د جنوبي اسيا سياليو د دولسمې دورې ښځينه مډال ګټونکو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه كې د افغانستان د ملي المپيک کمېټې مرستيالې روبينا جلالي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د ښځينه ورزشکارانو ستونزې او وړانديزونه يې مطرح کړل.
وروسته جمهور رئيس غني د خپلو خبرو په مهال وويل، وياړي چې د هېواد مېرمنو د جنوبي اسيا په سياليو کې د افغانستان نوم، بيرغ او عزت لوړ کړ.
د هېواد جمهور رئيس د ورزشکارو مېرمنو له کورنيو مننه وکړه، چې د اسلامي او ملي فرهنګ له مخې هغوى هڅوي او هيله يې څرګنده کړه، چې په نورو سياليو کې هم وځلېږي او زياتې برياوې يې نصيب شي.
د دې کتنې په پاى کې جمهور رئيس غني د جنوبي اسيا لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې سميه غلامي او درې تنه نورو مډال ګټونکو مېرمنو ته ستاينليکونه ورکړل.


