ايراني رسنۍ وايي، چې د ۲۰۱۶ کال په جنوري مياشت کې د سعودي عربستان پر سفارت د بريد طراح مذهبي شخصيت حسن کرد ميهن ايراني چارواکو له بنده خوشې کړى دى.
د رپوټونو له مخې، نوموړى په داسې حال کې خوشې شوى، چې ټاکل شوې وه محكمه يې په اړه پرېکړه وکړي.
د ايران حکومتي سرچينو هم د حسن کرد ميهن خوشې کيدل تاييد کړي دي. ايراني رسنۍ وايي، چې د ۲۰۱۶ کال په جنوري مياشت کې د سعودي عربستان پر سفارت د بريد طراح مذهبي شخصيت حسن کرد ميهن ايراني چارواکو له بنده خوشې کړى دى.
د رپوټونو له مخې، نوموړى په داسې حال کې خوشې شوى، چې ټاکل شوې وه محكمه يې په اړه پرېکړه وکړي.
د ايران حکومتي سرچينو هم د حسن کرد ميهن خوشې کيدل تاييد کړي دي.
ايراني چارواکو په تهران كې د سعودي عربستان پر سفارت بريد کوونکو ته د سزا وركولو يادونه کړې وه.
د سعودي عربستان او ايران ترمنځ وروسته له هغې اړيکې ترينګلې شوې، چې دوه مياشتې وړاندې سعودي يو شعيه ديني عالم په دار وځړاوه، چې په ځواب کې يې د قهرېدلو ايرانيانو لخوا په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور واچول شو.


