د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، ۷ داعش وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې مړه او ټپیان شوي دي.
چارواکي وایې، پر داعش وسله والو د خپل ماين دا چاودنه پرون د سه شنبې پر ورځ په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، پرون مازیګر د اچین ولسوالۍ په مزدکۍ سیمه کې پر داعش وسله والو خپل ماین چاودنه کړې، چې پرمهال یې دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، ۷ داعش وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې مړه او ټپیان شوي دي.
چارواکي وایې، پر داعش وسله والو د خپل ماين دا چاودنه پرون د سه شنبې پر ورځ په اچین ولسوالۍ کې شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، پرون مازیګر د اچین ولسوالۍ په مزدکۍ سیمه کې پر داعش وسله والو خپل ماین چاودنه کړې، چې پرمهال یې دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند وایي، په دغه چاودنه کې د داعش وسله والو یو شمیر وسلې هم له منځه تللې دي: (( دوه داعش مړه دي، ۵ نور ټپيان دي، دوى غوښتل ماين ځاى پر ځاى كړي.))
دا په داسې حال کې ده، چې په اچین کې له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې د شاهین ۱۸ عملیات روان دي چې د چارواکو په وینا تر اوسه یې په لسګونه کلي له داعش وسله والو څخه پاک کړي او ګڼ وسله وال یې وژلي دي.


