ads

په روسيې او امريكا كې د دوو الوتكو سقوط، لږ تر لږه ۵ مړه

په روسيې او امريکا کې د الوتکو غورځېدو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.روسي رسنيو د دغه هېواد د يوې جنګي سوخو ډوله الوتکې د سقوط خبر ورکړى. روسي چارواکو ويلي، چې په پېښه کې د الوتکې پيلوټ وژل شوى دى.انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت چارواکو له قوله ويلي، يادې الوتکې […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
په روسيې او امريكا كې د دوو الوتكو سقوط، لږ تر لږه ۵ مړه

په روسيې او امريکا کې د الوتکو غورځېدو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.
روسي رسنيو د دغه هېواد د يوې جنګي سوخو ډوله الوتکې د سقوط خبر ورکړى. روسي چارواکو ويلي، چې په پېښه کې د الوتکې پيلوټ وژل شوى دى.
انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت چارواکو له قوله ويلي، يادې الوتکې په “بوديونوفسک” سيمه کې، چې د فډرالي روسيې برخه ګڼل کېږي، سقوط کړى دى. په روسيې او امريکا کې د الوتکو غورځېدو پېښو کې پنځه تنه وژل شوي دي.
روسي رسنيو د دغه هېواد د يوې جنګي سوخو ډوله الوتکې د سقوط خبر ورکړى. روسي چارواکو ويلي، چې په پېښه کې د الوتکې پيلوټ وژل شوى دى.
انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت چارواکو له قوله ويلي، يادې الوتکې په “بوديونوفسک” سيمه کې، چې د فډرالي روسيې برخه ګڼل کېږي، سقوط کړى دى.
تراوسه د پېښې علت نه دى معلوم، خو ژغورونکو د الوتکې د پاتې شونو موندلو په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په همدې حال کې د امريکا په ټکساس ايالت کې د يوې وړې الوتکې غورځېدو پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
پېښه په بوسټن سيمه کې رامنځته شوې،الوتکه په ځنګل کې غورځېدلې او په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
د پېښې په اړه، چې پرون رامنځته شوې، پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA