ads

ولايتي شورا: د كورنيو چارو او دفاع وزارت دې لغمان ته پاملرنه زياته كړي

د لغمان ولایتي شورا د کورنیو چارو او له دفاع وزارته غواړي، چې دغه ولایت ته دې پاملرنه وکړي.چارواکي وایي،  د لغمان د ولایتي شورا دغړو دغه غوښتنه پرون په خپله نوبتي غونډه کې كړې ده.د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په دې اړه نن کلید ته وویل، چې پرون د لغمان د ولایتي […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
ولايتي شورا: د كورنيو چارو او دفاع وزارت دې لغمان ته پاملرنه زياته كړي

د لغمان ولایتي شورا د کورنیو چارو او له دفاع وزارته غواړي، چې دغه ولایت ته دې پاملرنه وکړي.
چارواکي وایي،  د لغمان د ولایتي شورا دغړو دغه غوښتنه پرون په خپله نوبتي غونډه کې كړې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په دې اړه نن کلید ته وویل، چې پرون د لغمان د ولایتي شورا غړو، له والي عبدالجبار نعیمي سره په ګډه ناسته کې له کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت څخه غوښتنه وکړه  چې دغه ولایت ته دې خپله پاملرنه زیاته کړي. د لغمان ولایتي شورا د کورنیو چارو او له دفاع وزارته غواړي، چې دغه ولایت ته دې پاملرنه وکړي.
چارواکي وایي،  د لغمان د ولایتي شورا دغړو دغه غوښتنه پرون په خپله نوبتي غونډه کې كړې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په دې اړه نن کلید ته وویل، چې پرون د لغمان د ولایتي شورا غړو، له والي عبدالجبار نعیمي سره په ګډه ناسته کې له کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت څخه غوښتنه وکړه  چې دغه ولایت ته دې خپله پاملرنه زیاته کړي.
ځواک وایي، د ولایتي شورا غړو د قانون تطبیق، په دولتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستل، د ځمکو د غصب پر ضد مبارزه، د نشه يي توکو د کښت مخنیوی او دغه ولایت ته په پرلپسې توګه د وزیرانو د  راتګ په اړه د ولایتي ادارې کړنې وستایلي.
په لغمان ولایت کې د ولایتي شورا غړي په داسې حال کې د والي له چارو خوښ دي، چې لاهم په دغه ولایت کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د حل غوښتنه یې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA