ads

لغمان كې عمليات: د وسلو زېرمه او ۲ سوه كېلو چاودېدونك توكي كشف

امنیتي چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه زیرمه کشف کړې ده.چارواکي وايي، دغه عملیات یې تېره شپه د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې کړي دي.په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستولې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
لغمان كې عمليات: د وسلو زېرمه او ۲ سوه كېلو چاودېدونك توكي كشف

امنیتي چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه زیرمه کشف کړې ده.
چارواکي وايي، دغه عملیات یې تېره شپه د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې کړي دي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستولې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د څلورمې پلې لیوا ځانګړو ځواکونو له لوري د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره شوي چې په ترڅ كې يې کرکنۍ، اوامبیرو سیمې له وسله والو پاکې شوې. امنیتي چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه زیرمه کشف کړې ده.
چارواکي وايي، دغه عملیات یې تېره شپه د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې کړي دي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په راستولې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د څلورمې پلې لیوا ځانګړو ځواکونو له لوري د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره شوي چې په ترڅ كې يې کرکنۍ، اوامبیرو سیمې له وسله والو پاکې شوې.
په دغو عملياتو كې همدا راز له وسله والو څخه د وسلو د يوې زېرمې تر څنګ يو موټرسايكل، دوه راكټ توغندي او ۲۰۰ كېلو ګلامه چاودېدونكي توكي هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA