د کونړ امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دې ولايت په مرورې ولسوالۍ کې د وسله والو د هاوان مرمۍ لګیدو له كبله دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل کلید ته وویل، نن سهار د مرورې ولسوالۍ په دم کلي کې د وسله والو طالبانو يوه هاوان مرمۍ د ولسي وګړو په کورړنو لګیدلې، چې پرمهال یې دوه كسه ټپیان شوي دي. د کونړ امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دې ولايت په مرورې ولسوالۍ کې د وسله والو د هاوان مرمۍ لګیدو له كبله دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل کلید ته وویل، نن سهار د مرورې ولسوالۍ په دم کلي کې د وسله والو طالبانو يوه هاوان مرمۍ د ولسي وګړو په کورړنو لګیدلې، چې پرمهال یې دوه كسه ټپیان شوي دي.
امنیه قومندان وایي، ټپیان د پولیسو له لوري روغتون ته انتقال شوي او اوس یې روغتیایې وضعیت د داډ وړ دی.
په کونړ لایت کې ولسي وګړو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړې، چې روانه اوونۍ په مرکز اسعداباد ښار کې د يو ځانمرګي بريد له له كبله ۵۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.


