د ننګرهار والي سليم کندوزي تېره ورځ په افغانستان کې د يونيسف، د روغتيا نړيوال سازمان WHO او بلګټس فاونډېشن د ګوزڼ يا پوليو برخې مسوولينو سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د پوليو د له منځه وړلو په هدف دايمي واکسيناتوران په دندو وګماري.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو تر دې وړاندې اته پېښې ثبت شوې دي. د ننګرهار والي سليم کندوزي تېره ورځ په افغانستان کې د يونيسف، د روغتيا نړيوال سازمان WHO او بلګټس فاونډېشن د ګوزڼ يا پوليو برخې مسوولينو سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د پوليو د له منځه وړلو په هدف دايمي واکسيناتوران په دندو وګماري.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو تر دې وړاندې اته پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په وينا، د پوليو د له منځه وړلو په هدف يې په ولسواليو کې د ولسوال په مشرۍ کمېټې جوړې کړي، ترڅو د واکسين په تطبيق کې له ولسونو سره کار او همدا راز واکسيناتورانو سره همکاري وکړي.
نوموړى زياتوي، په ننګرهار كې د ګوزڼ له واکسين څخه د بې برخې ۶۰ زرو ماشومانو کچه ۳۰ زرو ته راښکته شوې او هيله يې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولايت ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق شي.
په افغانستان کې د يونيسف ادارې د پوليو برخې مسوول ډاکټر مليسا، د روغتيا نړيوال سازمان WHO د پوليو برخې مسوولې ډاکټر شويلا او د بلګټس فاونډېشن استازې ژمنه وکړه، د ننګرهار په هغو ولسواليو کې به د پوليو دايمي واکسيناتوران په دندو وګماري، چې سرحدي وي او يا هم په کې د ګوزڼ ناروغۍ د رامنځته کېدو وېره وليدل شي.


