د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د چين له لوى درستيز څخه وغوښتل، چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ټرانسپورټي او لوژيستيکي هليكوپټرونو، ګرځنده رادار سيسټم، ګرځنده روغتيايي کلينيکونو او د ملي اردو د يونيفورم د تنظيم په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي دا غوښتنه تېره ورځ د چين له لوى درستيز جنرال فان فين هوى سره د ليدنې په مهال وكړه. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د چين له لوى درستيز څخه وغوښتل، چې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ټرانسپورټي او لوژيستيکي هليكوپټرونو، ګرځنده رادار سيسټم، ګرځنده روغتيايي کلينيکونو او د ملي اردو د يونيفورم د تنظيم په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي دا غوښتنه تېره ورځ د چين له لوى درستيز جنرال فان فين هوى سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت، له افغانستان سره د چين پر اقتصادي او نظامي مرستو او د دواړو هېوادونو د علاقې وړ پر يو شمېر نورو مسئلو خبرې وشوې.
د سرچينې په وينا، د ملي امنيت سلاکار د چين د وسله وال پوځ د لوى درستيز د هغه وړانديز هرکلى وکړ، چې د افغانستان، چين، تاجکستان او پاکستان د وسله والو پوځونو ترمنځ دې د سيمې د امنيت د ټينګښت او ترهګرۍ د ځپلو په هدف د همغږۍ څلور اړخيز ميکانيزم رامنځته شي.
سرچينه زياتوي، چې جنرال فان فين هوى له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي او امنيتي همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او زياته يې كړه، چې هېواد به يې د نظامي همکاريو په برخه کې د افغانستان د دولت پر مشخصو وړانديزونو غور وکړي.


