د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د کورنيو چارو وزارت له مسوولينو وغوښتل، چې په هره سيمه کې د خپلو پوليسو پوښتنه وکړي او اړتياوې يې پوره کړي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د ولس او پوليسو ترمنځ د مشورې او همکارۍ غونډه کې وکړې.
نوموړي له امنيتي قوماندانانو وغوښتل، چې د خپلو پوليسو د احوال پوښتنه وکړي، همدا راز له ولسونو واوري او له هغوى مشورې وغواړي، ترڅو ترمنځ يې همغږي ډېره شي. د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د کورنيو چارو وزارت له مسوولينو وغوښتل، چې په هره سيمه کې د خپلو پوليسو پوښتنه وکړي او اړتياوې يې پوره کړي.
عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د ولس او پوليسو ترمنځ د مشورې او همکارۍ غونډه کې وکړې.
نوموړي له امنيتي قوماندانانو وغوښتل، چې د خپلو پوليسو د احوال پوښتنه وکړي، همدا راز له ولسونو واوري او له هغوى مشورې وغواړي، ترڅو ترمنځ يې همغږي ډېره شي.
اجرائيه رئيس ژمنه وکړه، چې د ملي يووالي حکومت به په دې برخه کې له امنيتي ادارو سره هر ډول مرستې و نه سپموي او اړتياوو ته به يې رسيدګي کېږي.
عبدالله عبدالله زياته کړه، چې د پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو په اړه خبرونه بايد نور په افسانه بدل او دغه موضوع بايد وڅېړل شي.
ده همدا راز د پوليسو له کړنو د څارنې غوښتنه وکړه.
بايد ياده شي، چې دغه دوه ورځني کنفرانس ته د هېواد له يو شمېر ولايتونو امنيي قوماندانان او قومي مشران ور غوښتل شوي دي.


