ads

د ننګرهار والي يوې ناروغې كورنۍ سره ۲ زره ډالر مرسته وكړه

د ننګرهار د والي په مرسته د یوې ناروغې کورنۍ سرپرست له ځان وژنې څخه وژغورل شو .د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، په جلال اباد کې د یوې کورنۍ سرپرست شاعر فاروق ديدار چې د خپلې مېرمنې او درې اولادونو د ناروغۍ د […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
د ننګرهار والي يوې ناروغې كورنۍ سره ۲ زره ډالر مرسته وكړه

د ننګرهار د والي په مرسته د یوې ناروغې کورنۍ سرپرست له ځان وژنې څخه وژغورل شو .
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، په جلال اباد کې د یوې کورنۍ سرپرست شاعر فاروق ديدار چې د خپلې مېرمنې او درې اولادونو د ناروغۍ د درملنې مالي توان یې نه درلود او غوښتل یې د بې وسۍ له امله ځان وژنه وکړي، د ننګرهار والي سليم کندوزي له لوري ورسره دوه زره امریکایي ډالر مرسته وشوه. د ننګرهار د والي په مرسته د یوې ناروغې کورنۍ سرپرست له ځان وژنې څخه وژغورل شو .
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، په جلال اباد کې د یوې کورنۍ سرپرست شاعر فاروق ديدار چې د خپلې مېرمنې او درې اولادونو د ناروغۍ د درملنې مالي توان یې نه درلود او غوښتل یې د بې وسۍ له امله ځان وژنه وکړي، د ننګرهار والي سليم کندوزي له لوري ورسره دوه زره امریکایي ډالر مرسته وشوه.
سرچينه وايي، فاروق ديدار له افغان سوداګرو او نور هېوادوالو څخه هم د مرستې او د ناروغانو په تداوۍ كې د همكارۍ غوښتنه كړې ده.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي له لوري له اړمنو سره په داسې حال کې مرسته کیږي، چې لاهم  دلته په افغانستان کې ډیری کسان د ناروغانو د درملنې د توان نه درلودلو له امله شپي او ورځي تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA