ads

د ملي امنيت شورا سلاكار نن له تركمنستاني مشرانو سره ګوري

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر به نن په عشق اباد کې د ترکمنستان له دفاع وزير او د امنيت شورا له رئيس يايليم برديوف، بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف، د ملي امنيت او سرحدونو چارو وزيرانو سره وګوري.د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې محمد حنيف اتمر تېر ماښام […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
د ملي امنيت شورا سلاكار نن له تركمنستاني مشرانو سره ګوري

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر به نن په عشق اباد کې د ترکمنستان له دفاع وزير او د امنيت شورا له رئيس يايليم برديوف، بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف، د ملي امنيت او سرحدونو چارو وزيرانو سره وګوري.
د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې محمد حنيف اتمر تېر ماښام په يو ورځني رسمي سفر تركمنستان ته روان شو او د منځنۍ اسيا په چارو كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانګړى استازى محمد شاکر کارګر ورسره په دې سفر كې ملګرى دى. د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر به نن په عشق اباد کې د ترکمنستان له دفاع وزير او د امنيت شورا له رئيس يايليم برديوف، بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف، د ملي امنيت او سرحدونو چارو وزيرانو سره وګوري.
د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې محمد حنيف اتمر تېر ماښام په يو ورځني رسمي سفر تركمنستان ته روان شو او د منځنۍ اسيا په چارو كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني ځانګړى استازى محمد شاکر کارګر ورسره په دې سفر كې ملګرى دى.
د سرچينې په وينا، نوموړى به له ترکمنستاني چارواکو سره پر ګډو امنيتي، اقتصادي او سرحدي همكاريو خبرې وكړي.
سرچينه زياتوي، د سيمې په كچه له تروريزم سره ګډه مبارزه، د ټاپي پروژې د امنيت ټينګښت، له اقينې بندره تر اندخوى پورې د اورګاډي پټلۍ او له ترکمنستانه افغانستان ته د برېښنا د صادراتو زياتېدل د دې سفر د اجنډا له مهمو جزياتو څخه دي.
د يادونې وړ ده، چې افغان حکومت په کور دننه هم د ټاپي پروژې د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې پيل کړې دي، د فراه، هلمند او همدارنګه د کندهار له قومي مشرانو سره په دې اړه خبرې شوې دي، ترڅو د دې پروژې په امنيت کې مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA