د تخار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې د زورواكانو لخوا د ځنګلونو اره كولو لړۍ لا هم روانه ده.
د تخار ولایت په کرنې ریاست کې د ځنګلونو عمومي مدیر محمد امین امین وایي، د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره یې امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی خو تر دې دمه په یادې موضوع باندې غور نه دی شوی.
امین زیاته کړه د کومو ساحو ځنګلونه چې قطع کیږي، وروسته په کې د زورواکو لخوا پخپل سر کورونه جوړېږي د تخار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې د زورواكانو لخوا د ځنګلونو اره كولو لړۍ لا هم روانه ده.
د تخار ولایت په کرنې ریاست کې د ځنګلونو عمومي مدیر محمد امین امین وایي، د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره یې امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی خو تر دې دمه په یادې موضوع باندې غور نه دی شوی.
امین زیاته کړه د کومو ساحو ځنګلونه چې قطع کیږي، وروسته په کې د زورواکو لخوا پخپل سر کورونه جوړېږي: ((ډیری ځنګلونه د تخار ولایت په درقد او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې موقیعت لري چې ددې ځنګلونو ډیره برخه له منځه تللې ده، زورواكان دا ځنګلونه وهي او خلكو په كې په خپل سر كورونه جوړ كړي دي.))
د تخار ولایت اوسیدونکي بيا وايي، په یادو شویو ولسوالیو کې غیرمسوول وسله وال د ځنګلونو په اره كولو کې لاس لري.
د تخار اوسیدونکي په دولت نیوکه کوي چې دولت نه دی توانیدلی، تر څو د زورواکو مخه ونیسي.
د تخار والي محمدیاسین ضیا هم مني چي د ځنګلونو ډیری برخه قطع شوې خو د ځنګلونو د وهلو مخنیوي لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.
د تخار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، ډیرى ځنګلونه د تخار په درقد، دشت قلعه، ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې دي چې د قطع کولو لړۍ یي لا هم روانه ده.


