د كندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ وایي، تېره شپه په دشت ارچي كې د افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
جنګل باغ زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو سیمه ییز قومندان زلمی هم شامل دی.
امنیه قومندان زیاته کړه په یادو عملیاتو کی د دشت ارچي ولسوالۍ یو شمېر کلي هم له وسله والو طالبانو پاک شوي دي. د كندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال محمد قسیم جنګل باغ وایي، تېره شپه په دشت ارچي كې د افغان ځواكونو په ګډو عملياتو كې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
جنګل باغ زیاته کړه، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو سیمه ییز قومندان زلمی هم شامل دی.
امنیه قومندان زیاته کړه په یادو عملیاتو کی د دشت ارچي ولسوالۍ یو شمېر کلي هم له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.
د سرچینې په وینا په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.


