د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي لپاره کار دوام لري او ټول هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې په غصب کې لاس لري.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د چك ولسوالۍ د امبوخاک سيمې يو شمېر مشرانو سره ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د امبوخاک سيمې يو شمېر مشرانو د ولايتي شورا رئيس اختر محمد طاهري په مشرۍ له والي حيات الله حيات سره د ځمکې ملکيت پر سر رامنځته شوې ستونزه شريکه کړه. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي لپاره کار دوام لري او ټول هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې په غصب کې لاس لري.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د چك ولسوالۍ د امبوخاک سيمې يو شمېر مشرانو سره ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د امبوخاک سيمې يو شمېر مشرانو د ولايتي شورا رئيس اختر محمد طاهري په مشرۍ له والي حيات الله حيات سره د ځمکې ملکيت پر سر رامنځته شوې ستونزه شريکه کړه.
د ميدان وردګو والي وويل، چې د يو کمپاين په ترڅ کې به ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه راوګرځوي او هغوى سره به قانوني چلند وشي.
د ولايتي شورا رئيس اختر محمد طاهري هم ټينګار وکړ، چې ولايت مقام دې د غصب مخه ونيسي او د امبوخاک سيمې موضوع د حل لپاره دې کار وکړي.
هغه وويل، چې ولايتي شورا هم د غصب په مخنيوي کې د ولايت مقام سره همکاري کوي، څو قانون تطبيق او د غصب مخه په جدي ډول ونيول شي.


