ads

بي بي ګل: ځوانان بايد د هېواد بيا رغونې ته يو موټى شي

د هېواد لومړۍ میرمن بي بي ګل غني پر ځوانانو غږ کوي چې د هېواد په بیا رغونه کې سره یو موټي شي.نوموړې چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د څارندویانو ټولنې د رامنځته کېدو ۸۵ کلېزه لپاره په جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې وویل، څارندوی یوازنۍ هغه […]

نویسنده: TKG
11 کب 1394
بي بي ګل: ځوانان بايد د هېواد بيا رغونې ته يو موټى شي

د هېواد لومړۍ میرمن بي بي ګل غني پر ځوانانو غږ کوي چې د هېواد په بیا رغونه کې سره یو موټي شي.
نوموړې چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د څارندویانو ټولنې د رامنځته کېدو ۸۵ کلېزه لپاره په جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې وویل، څارندوی یوازنۍ هغه ټولنه ده چې په هر هېواد کې شتون لري او په وینا یې له هر ډول تبعیض او تعصب پرته د پرمختګ، همکارۍ او مرستې په خاطرهڅې کوي. د هېواد لومړۍ میرمن بي بي ګل غني پر ځوانانو غږ کوي چې د هېواد په بیا رغونه کې سره یو موټي شي.
نوموړې چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د څارندویانو ټولنې د رامنځته کېدو ۸۵ کلېزه لپاره په جوړې شوې غونډې کې خبرې کولې وویل، څارندوی یوازنۍ هغه ټولنه ده چې په هر هېواد کې شتون لري او په وینا یې له هر ډول تبعیض او تعصب پرته د پرمختګ، همکارۍ او مرستې په خاطرهڅې کوي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت مشر کمال سادات هم په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، دوی غواړي د څارندویانو ټولنې فعالیتونه په ټول هېواد کې وغځوي.
سادات زیاتوي چې په دې هڅه کې دي، تر څو د افغانستان څارندویانو ټولنې ته د نړیوالو دا ډول ټولنو سره د همغږۍ او ملاتړ زمینه برابره کړي.
خو بل خوا بیا د پارسا یا د افغان څارندوی برنامې یو تن چارواکی محمد تمیم همکار له دولته ګیله لري چې که څه هم د څارندویانو ټولنه له ډېر پخوا راهیسې جوړه شوې، مګر د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی.
د څارندوی نړیوال خوځښت سازمان له نن څخه ۱۰۹ کاله پخوا یعنې ۱۹۰۷ میلادي کې په انګلستان کې رامنځته شو چې په افغانستان کې بیا د ۸۵ کاله وړاندې د افغانستان د څارندویانو ټولنې په نوم په کار پیل وکړ.
د څارندوی چې یو ټولنیز، رضاکاره، غیر سیاسي، ناپیېلې، ښوونیز او نادولتي ټولنه ده، چې هدف یې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو د ښوونیزې ودې او مرستې کول دي، تر څو په راتلونکې کې خپلواک، صحتمند، د اوسېدونکو په وړاندې مسؤل وګړي او د ټولنې په رغاونه کې رغنده ونډه ولري.
تر دا دمه د نړۍ په ۲۱۶ هېوادونو کې ۴۰ ملیونه څارندویان شته چې، په رضاکارانه فعالیتونو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA