ads

ككړ چاپېريال ژوند ته ګواښ

ككړ چاپېریال زموږ د ټولنې او خلکو یوه لويه ستونزه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې زور موندلی او خلکو ته یې د سالم  ژوند ساحه تنګه کړې ده. په هېواد کې د ناپاکه چاپېریال له کبله زېږېدلې ستونزې ډېری په لویو ښارونو او هغو سیمو کې تر سترګو کېږي چې د ډېر […]

نویسنده: The Killid Group
10 کب 1394
ككړ چاپېريال ژوند ته ګواښ

ككړ چاپېریال زموږ د ټولنې او خلکو یوه لويه ستونزه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې زور موندلی او خلکو ته یې د سالم  ژوند ساحه تنګه کړې ده. په هېواد کې د ناپاکه چاپېریال له کبله زېږېدلې ستونزې ډېری په لویو ښارونو او هغو سیمو کې تر سترګو کېږي چې د ډېر نفوس لرونكي دي، په تېره بیا دغه ستونزه د هېواد په مرکز کابل ښار کې ډېره زیاته شوې او د ښاريانو روغتيا يې له ګواښ سره مخ كړې ده.
د چاپېريال ساتنې د چارو پوهان، د عامې روغتيا وزارت او د چاپېريال ساتنې اداره هم د كثافاتو د زياتوالي او د هغو د ناوړه پايلو په اړه اندېښنه لري او له اړوندو چارواكو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وكړي. ككړ چاپېریال زموږ د ټولنې او خلکو یوه لويه ستونزه ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې زور موندلی او خلکو ته یې د سالم  ژوند ساحه تنګه کړې ده. په هېواد کې د ناپاکه چاپېریال له کبله زېږېدلې ستونزې ډېری په لویو ښارونو او هغو سیمو کې تر سترګو کېږي چې د ډېر نفوس لرونكي دي، په تېره بیا دغه ستونزه د هېواد په مرکز کابل ښار کې ډېره زیاته شوې او د ښاريانو روغتيا يې له ګواښ سره مخ كړې ده.
د چاپېريال ساتنې د چارو پوهان، د عامې روغتيا وزارت او د چاپېريال ساتنې اداره هم د كثافاتو د زياتوالي او د هغو د ناوړه پايلو په اړه اندېښنه لري او له اړوندو چارواكو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وكړي.
خو د كابل ښاروالۍ چارواكي د دې ادارې د عوايدو كموالى او د ملي تداركاتو په كمسيون كې د دې ادارې د تېلو د قرارداد ځنډېډل، په كابل ښار كې د دې ناوړه وضعيت د رامنځته كېدو علت بولي.
كه څه هم كابل ښاروالي تل د ښار د ككړتيا پړه پر ښاريانو اچوي چې خلك په ښار كې د اوسېدو له فرهنګ سره اشنا نه دي، خو ښاريان بيا دا ادعا ردوي.
دوى وايي، خپل كار په سمه توګه ترسره كوي او كثافات په ټاكلي ځاى كې اچوي.
د دوى په وينا، ښاروالي خپله دنده په سمه توګه سر ته نه رسوي او كثافت دانۍ ډكې وي، نو دوى مجبورېږي چې كثافات د سړك پر سر وغورځوي.
د كابل ښاروالۍ كار كوونكي بيا د تېلو كموالى تر ټولو لويه ستونزه بولي.
د كابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د ښاروالۍ كار كوونكى محمد عثمان وايي، د ښاروالۍ موټر چلوونكو ته تېل لږ وركول كېږي، ځكه نو هغوى هم يو يا دوه ځلې كثافات له ښاره بهر سيمې ته انتقالوي او نور كثافات همدلته پاتې كېږي. 
په ورته مهال بيا د كابل ښاروالۍ چارواكي په دې اداره كې د شته ستونزو په منلو سره وايي چې په روان كال كې يې عوايد شاوخوا دوه ميليارده افغانيو ته رسېدلي چې د تېر كال د عوايدو په پرتله كم دي.
دوى د عوايدو د كموالي علت اقتصادي او امنيتي ستونزې بولي او زياتوي، تر اوسه زياتره دولتي او غير دولتي بنسټونو خپل پورونه چې له دوه ميليارد افغانيو څخه زيات دي، نه دي وركړي ځكه نو كابل ښاروالۍ د كثافاتو د انتقالولو د موټرونو لپاره كومه بودجه نه لري.
د كابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، په كابل ښار كې د ورځې شاوخوا پنځه نيم زره ټنه كثافات توليدېږي، په داسې حال كې چې د دې ادارې د كار كوونكو او موټرونو شمېر د دې كثافاتو د پاكولو او انتقالولو لپاره ډېر كم دى.
د كابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې، ۴۰ كاله مخكې چې د كابل ښار نفوس د ۳۰۰ او ۵۰۰ زرو تنو ترمنځ وو، دغې ادارې ۴۸۰ عرادې موټرونه درلودل او اوس د شپږ ميليونه نفوس لپاره ۲۹۰ موټرونه لري چې زياتره يې زاړه او له كاره لوېدلي دي.
دا په داسې حال كې ده چې د چاپېريال ساتنې د چارو پوهان وايي، د كابل ښاروالۍ د اوسني كاري ټيم پر ځاى دې دغه مسووليت نوي او متخصص كاري ټيم ته وسپارل شي، كنه د ككړ چاپېريال ستونزه به پر خپل ځاى پاتې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA