د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، پرون مازيګر د دې ولايت په اچین ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو له امله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د داعش اړوند دا وسله وال پرون مازیګر څلور بجې د اچین ولسوالۍ په مامند دره او پیښې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو بې پلوټه الوتکې بریدونو کې وژل شوي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، پرون مازيګر د دې ولايت په اچین ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو له امله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د داعش اړوند دا وسله وال پرون مازیګر څلور بجې د اچین ولسوالۍ په مامند دره او پیښې سیمو کې د بهرنیو ځواکونو بې پلوټه الوتکې بریدونو کې وژل شوي.
مشرقیوال زیاته کړه، په وژل شويو کې د داعش ډلې دوه مهم قومندانان او یو شمیر بهرني وګړي هم شامل دي.
په اچین ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته د تلفاتو دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې لاهم په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د ملي اردو په مشرۍ د شاهین ۱۸ نظامي عملیات روان دي.
د ځايي چارواکو په وینا روانو عملیاتو کې يې ډیرې سیمې له داعش وسله والو پاکې کړي او لسګونه وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا تراوسه پورې داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.


