د پروان په مرکز چاریکار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په برخه كې د رسنیو د رول په اړه یو پروګرام جوړ شو.
په دې پروګرام کې د پروان، دولتي چارواکو، د رسنيو مسوولینو او د ښځو چارو فعالو میرمنو برخه اخستې وه .
د پروان د ښځو چارو رییسه نادریه ګیاه وايي سره له دې چې له څو کلونو راهیسې رسنیو په دې اړه ډېر هڅې کړې دي خو اوسمهال هم په يو شمېر سیمو او ډېرو برخو کې د میرمنو پر وړاندې ستونزې لا پر ځای پاتې دي. د پروان په مرکز چاریکار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي په برخه كې د رسنیو د رول په اړه یو پروګرام جوړ شو.
په دې پروګرام کې د پروان، دولتي چارواکو، د رسنيو مسوولینو او د ښځو چارو فعالو میرمنو برخه اخستې وه .
د پروان د ښځو چارو رییسه نادریه ګیاه وايي سره له دې چې له څو کلونو راهیسې رسنیو په دې اړه ډېر هڅې کړې دي خو اوسمهال هم په يو شمېر سیمو او ډېرو برخو کې د میرمنو پر وړاندې ستونزې لا پر ځای پاتې دي.
نوموړې وايي دوی د رسنیو له خپرونو پرته نه شي کولای یاده ستونزه حل کړي : (( رسنيو ته وړانديز كوم چې خپله همغږي له مركز سره زياته كړي، تر څو يو ټلويزيون حاضر شي چې د پروان خبر نشر كړي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه د پروان رسنيو خورا مهم رول لوبولى دى، خو لا هيله ترې كوو چې د ښځو د ژوند په ښه كولو كې رغنده رول ولوبوي.))
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله په پروان کې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې کموالی راغلی دی.
چارواكي وايي، په عدلي او قضايي ادارو کې يې د میرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوسيو څېړلو لپاره يې يو ځانګړى كمسيون جوړ كړى تر څو كارونه يې چټك او ژر پر مخ ولاړ شي.


