د كندهار د ټرافيكو مسوولين وايي، ډېر ژر به د وزيرانو شورا د پرېكړې پر اساس هغه كانټينري بې اسناده موټر پرزه كړي چې چې په ناقانونه ډول افغانستان ته راوړل شوي او تېر حكومت ورته ۵ كلن مؤقتي اسناد وركړي وو.
د كندهار د ټرافيكو مديريت د چارواكو له قوله، پنځه كاله وړاندې د وزيرانو شورا وزيرانو شورا هغو كانټينري موټرو ته د پنځه كلنو مؤقتي اسنادو د وركړې پرېكړه كړې وه چې د پرزې په نوم په غير قانوني ډول افغانستان ته راوړل شوي او بيا بېرته بسته شوي وو. د كندهار د ټرافيكو مسوولين وايي، ډېر ژر به د وزيرانو شورا د پرېكړې پر اساس هغه كانټينري بې اسناده موټر پرزه كړي چې چې په ناقانونه ډول افغانستان ته راوړل شوي او تېر حكومت ورته ۵ كلن مؤقتي اسناد وركړي وو.
د كندهار د ټرافيكو مديريت د چارواكو له قوله، پنځه كاله وړاندې د وزيرانو شورا وزيرانو شورا هغو كانټينري موټرو ته د پنځه كلنو مؤقتي اسنادو د وركړې پرېكړه كړې وه چې د پرزې په نوم په غير قانوني ډول افغانستان ته راوړل شوي او بيا بېرته بسته شوي وو.
د كندهار د ټرافيكو مشر سمونوال محمد الله خان كليد ته وويل، دا مهال په ټول كندهار كې ۲۵ زره كانټينري موټر دي چې ۱۷ زره يې له مؤقتي اسنادو سره ګرځي: (( نور ۳۹ زره وسايط هم شته چې هغه بيا دايمي اسناد لري او هغه كانټينري نه دي او نه هم د پرزې په نوم هېواد ته راوارد شوي.))
دى وايي، د كانټينري موټرو د پرزه كولو كار ځكه پيلوي چې دوى ته د وركړل شويو مؤقتي اسنادو وخت په پوره كېدو دى او د وزيرانو شورا د پرېكړې پر اساس به هغه موټر چې دولت د پنځو كلونو مؤقتي اسناد وركړي، د ۱۳۹۵ كال په پنځمه مياشت وسپړل شي.
محمد الله زياته كړه، د کانټينري موټرو د اسنادو د مودې د غځولو صلاحيت د دوی نه دی او په دې برخه کې پرېکړه او تصميم هم د شورا صلاحيت دی.


